بیجنګ ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د چين سرمايه كارو ته بلنه وركړې ده چې دوئي دې پاكستان كښې د موجوده حكومت د س??مايه كار دوست پالېسيو څخه ګټه پورته كړي او د سي پېك ترسېوري لاندې جوړېدونكو اقتصادي زونز ته دې خپل صنعتونه منتقل كري۔ وزيراعظم د اتوار په ورځ پاكستان چين ټرېډ وانوېسټمنټ فورم كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب كولو۔ دې فورم كښې 370چینائي كمپنيو ??و كاروباري كسانو او د پاكستان 70 كمپنيو ګډون وكړو۔ وزيراعظم خپل خطاب كښې د س??مايه كارۍ په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو او چينائي كاروباري وګړو له پاكستان كښې د كاروبار آسان جوړولو له د حكومت لخوا په پورته كړې شويو ګامونو رڼا واچوله۔ د هېواد د امنيت په صورتحال رڼا اچولو سره وزيراعظم ووئيل د پاكستان د وسله والو ځواكونو او نورو امنيتي ادارو ځانګړې قربانيو ??ره دې كښې ښكاره ښه والې راغلې دې۔ ګاونډي هېواد س??ه د اړيكو په اړه ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن عمل كښې مرسته كوي او په اولني ځل د افغانستان مسئلې د سولييز او سياسي حل بېل اړخونه رامخې ته شوي دي۔ هند س??ه د اړيكو په اړه ده ووئيل هند كښې ټاكنې روانې دي او هيله ده چې ټاكنو څخه وروستو به نوې حكومت سره د خبرو عمل يو وارې بيا بحال شي۔ ??ه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د كشمير مسئله ده كومه چې بايد د مذاكراتو د لارې حل كړې شي۔ ?? بېلټ اېنډ روډ فورم په اړه وزيراعظم ووئيل دا يوه لويه كاميابي ده چې د نړۍ 40 نه زياتو هېوادونو مشرانو په دې دوه ورځني ايونټ كښې ګډون وكړو۔ فورم ته د وزيراعظم د تجارت او ټېكسټائل صلاحكار عبد الرزاق داؤد هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب كښې ده ووئيل چین سره د آزاد تجارت لوظنامې په دوهم پړاؤ لاس ليك سره به د دوه اړخيزه تجارت حجم او د سوداګرو ترمينځھ مرسته زياته شي۔ پاكستان ته به د چين تر لويو منډيو ??سنه او د كركيلې او روزګار په څانګو كښی به مرستې ته وده ترلاسه شي۔ ??ه چينائي كمپنيو ??ه پاكستان كښې د س??مايه كارۍ كولو بلنه وركړه ۔ د پاكستان بزنس كونسل وائس چيئرمېن ثاقب شيرازي او چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد هم خطاب وكړو۔