اسلام آباد ۔ 27 مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د پوځي عدالتونو په موده ??ښې د پراختيا په اړه مشاورت روان دے۔ په اتلسم بدلون كښې د لا بدلون په كوم وړاندېز غور نه دې روان ۔ د آصف زرداري په شمول په كومه هم مقدمه كښې د حكومت كومه لاس وهنه نشته۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د ” پاكستان كښې د قانون تعليمې موقعو او چېلنجز” په سرخط د دوه ورځن?? نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده و??ئيل د پوځي عدالتونو موده جنورۍ كښې ختمه شوې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې لړ كښې سياسي ګوندونو سره مشاورت كوي۔ ده و??ئيل د اتلسم بدلون په اړه د وفاقي كابينې په غونډه كښې كومه خبره نه كېږي او نه وزيراعظم عمران خان دې ته د بيا كتنې كومه خبره كړې ده۔ ده و??ئيل د 1973ء آئین ذوالفقار علی بھټو جوړ كړې ولې د اتلسم بدلون څخه دا څرګندېږي چې قانون كښې ضروري بدلون كېدې شي۔ ده و??ئيل نېب قوانین كښې په اصلاحاتو كار روان دے او د اصلاحاتو ترمخه به د ضمانت اختيار ټرائل كورټ ته ترلاسه و?? او پلی بارګېن او رضاکارانه تږلاره كښې به د بدلون په شمول نور تراميم كولې شي۔ ده و??ئيل د سپريم كورټ په احكاماتو بايد من وعن عمل وكړې شي۔ ده و??ئيل حكومت د ن??ب په كار كښې هېڅ لاس وهنه نه لري۔ د آصف علي زرداري په شمول د چا په مقدمه كښې هم د حكومت هېڅ كردار نشته بياهم د كرپشن په ضد به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دې څخه وړاندې كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو مقدس قانون د لوئے څښتن او قرآن دے۔ مونږ لپاره د لوئے څښتن قانون د بنيادي قانون حېثيت لري۔ د قرآن پاک د اولنۍ وحي “اقرا” څخه د تعليم اهميت په ډاګه كېږي۔ ده و??ئيل د قانون تعلیم لپاره په ژبه پوهېدل مهم دي۔ ده و??ئيل د سپريم كورټ پرېكړه موجود ده چې اردو به سركاري ژبه و??۔ ده و??ئيل تر كومې چې قانون كښې جدت نه و?? مونږ به وروستو پاتې شوو ۔ ده و??ئيل مونږ په قانون او د قانون په سرلوړۍ باور لرو۔ ده و??ئيل نېلسن منډېلا وئيلي وو چې تعليم نړۍ بدلولې شي۔ ده و??ئيل د ټولنې په بدلون كښې د وكيلانو كردار ډېر مهم وي۔ وكيلانو له په انصاف اډانه ټولنه جوړول وي۔ كنفرنس ته د انټرنېشنل اسلامک پوهنتون رېكټر ډاکټر معصوم یاسین زئی او د لاﺀ ډيپارټمنټ چیئرمین ډاکټر حافظ حفیظ الرحمن هم خطاب وكړو