كولمبو 23 مارچ (اے پی پی)په سري لنكا كښې د پاكستان هائي كمېشن د هېواد مضبوط٬ خوشحاله٬پرمختګ كړې او جمهوري ويلفيئر رياست جوړولو عزم سره 79مه د پاكستان ورځ لمانځلې۔ په دې موقع د مارچ په 23مه ورځ سهار د سري لنكا په پايه تخت كولمبو كښې د پاكستان په هائي كمېشن كښې يوه دستوره وشوه۔ د پاكستان هائي كمشنر مېجر جنرال(ر)ډاكټر شاهد احمد ??شمت بېرغ هسك كړو او په دې موقع قامي سرد وغږولې شو۔ د پاكستان ورځې په مناسبت د پاكستان اولس مشر او وزيراعظم خاص پ??غا??ونه هم ولوستلې شول۔ چې پكښې د دې ورځې په اهميت رڼا اچولو سره سره د پاكستان باني قائداعظم محمد ??لي جناح٬حكيم الامت علامه محمد ??ق??ال او د تحريك پاكستان نورو مشرانو ته د عقيدت پیرزوينې وړاندې كړې شوې وې۔ د دستورې په پايه كښې هائي كمشنر ګډون كونكو بچو سره په ګډه كېك كټ كړو۔په دستوره كښې په سري لنكا كښې مېشته پاكستانيانو٬د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو او خبريالانو په ګڼ شمېر ګډون وكړو۔د پاكستان ورځ هر كال د 23 مارچ 1947ﺀ ??ه لاهور كښې د منظ??ر شوي قرارداد په ياد كښې لمانځلې شي كوم كښې چې د هند مسلمانانو د بېل هېواد غوښتنه كړې وه