پېښور ۔27جنوری (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په شكل كښې پاكستان ته ايمانداره مشرتابه ترلاسه شوې ده۔ چا چې د 22 كلونو په سياسي محنت كښې د كرپشن او كرپټ سياستدانانو په ضد جهاد كړې۔ اوس نور كرپشن ٬ لوټ مار او پاكستان يو ځائې وړاندې تلې نه شي۔ د لوټ مار سياست په ځائې ودرېدلې دې۔ دا هېواد ايمانداره مشرتابه ستو??زو څخه ويست??ې شي۔ وزیراعظم عمران خان هغه لارښود دے چې د امريكائي اولس مشر وړاندې ثابت قدم ودرېدو۔ دې د هر چا په وړاندې مضبوط دېوال جوړې دې شي ولې چې دې يو ايماندار لارښود دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده ??هانګیرہ كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه خېر آباد كښې د سوئي ګېس پرانستې څخه وروستو لويې جلسې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري ٬ پخواني وزيراعظم نواز شريف او د پنجاب پخواني اعلی وزير شهباز شريف كرپشن او لوټ مار دلاسه نن هېواد ستو??زو سره مخ دے۔ ده ووئيل د پاكستان غېرتي اولس هېواد د موجوده ??الاتو څخه ويستلو له وزيراعظم ته لوئے مېنډېټ وركولوسره دې كامياب كړو۔ ده ووئيل نواز شريف او شهباز شريف خپ??و ځينې ملګرو سره زندان كښې دې او نور رامخې ته كېدونكي دي۔ ده ووئيل غلو څخه به د پېسې پېسې حساب اخلو۔ ده ووئيل وخت راغلې چې د كرپټ عناصرو سخت احستاب وشي۔ ده ووئيل په ما او اعلی وزير محمود خان كښې هېڅ فرق نشته مو??ږ داواړه د صوبې پرمختګ له هڅې كوو۔ ده ??هانګيره كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه كښې د سوئي ګاز په رسنه اولس ته مباركي وركولو سره ووئيل مو??ږ ټاكنو كښې كړې يو بل لوظ وپاللو۔ ده ?? نادرا اعلی چارواكو مننه وكړه چې په لږ وخت كښې ئې د جهانګيره دفتر كار سر ته ورسولو۔ ده ??هانګيره كښې د نادرا دفتر او كټي ميانه كښې د سوئي ګاز منصوبو پرانسته هم وكړه