اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير شاه مح??ود قريشي وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د تركيې اولس مشر طيب ارودان سره جامع مل??قا?? شوے٬ د تركيې سرمايه كار د پاكستان د 50 لكه كورونو په جوړولو كښې دلچسپي لري٬ د روغتيا او كركيلې په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مرسته خبرې شوې دي٬ د پاكستان٬ تركيې او د افغانستان د مشرانو په غونډه كولو اتفاق شوے۔ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم عمران خان لخوا د تركيې دوره ورځنې دورې په پاې كښې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه مح??ود قريشي ووئيل چې ده د تركيې خارجه وزير سره مل??قا?? كړے۔ د تركيې خارجه وزير مو د افغانستان صورتحال په اړه په اعتماد كښې اخيستې٬ د سوريې په صورتحال د تركيې خارجه د خبر نظر نه خبر خبر كړو۔ شاه مح??ود قريشي ووئيل چې په تركيه كښې سرمايه كارو سره هم ښه مل??قا??ونه شوي دي٬ د پاكستان ترك بزنس كونسل سره ښه غونډه شوې۔ د وزيراعظم په پاكستان كښې د سرمايه كارې خواهش لرونكو شخصياتو سره مل??قا?? شوے۔ ده ووئيل چې د تركيې سرمايه كار د پاكستان د 50 لكه كورونو په جوړولو كښې دلچسپي لري٬ د روغتيا او كركيلې په څانګه كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په مرسته خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې د پاكستان او تركي?? ترمېنځه به د لوړې پاې د مرستې په كونسل پلان مرتب كولې شي۔ د دواړو هېوادونو خارجه وزيران به په دې لړ كښې كار كوي۔ د كال 2019م په نيمائي كښې به د پاكستان او تركيې د خارجه وزيرانو په مل??قا?? كښې حكمت عملي تيارولې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان٬ تركيې او افغانستان د مشرانو غونډه به كېږي۔ د درې اړخيزه اړيكو په اړه د مشرانو په غونډه وزيراعظم امادګي څرګنده كړې٬ افغان اولس مشر هم د مشرانو په غونډه كښې په ګډون مثبت ځواب وركړے۔ د تركيې اولس مشر وئيلي دي چې هغه به ډېر زر پاكستان ته راځي۔ شاه مح??ود قريشي ووئيل چې د تركيې اولس مشر به ځان سره لوي پلاوې هم پاكستان ته راولي۔ د تركيې د اولس مشر په پلاوي كښې به په پاكستان كښې د سرمايه كارې خواهش لرونكي كاروباري شخصيات هم پاكستان ته راځي۔