لاھور۔25جولائی(اے پی پی) د ګرد هېواد په ډول په صوبائي سرښار لاهور كښې هم د پولنګ عمل پېل شو۔ په تخت لاهور به حكمراني ?? چا وي ٬ لاهور كښې به د قامي ا??مبلۍ په 14 او د صوبائي ا??مبلۍ په 30 حلقو سخته مقابله وي۔ د بېلو ??ون??ونو پولنګ ایجنټس پولنګ سټېشنونو كښې موجود دي او د ووټرانو قطارونه هم جوړېدل پېل شوي دي۔ د مسلم لیګ (ن) صدر او د پنجاب پخواني ا??لی وزير شھباز شریف په اېن اے 130 كښې د جونيئر ماډل سکول ماډل ټاؤن پولنګ سټېشن او د قامي ا??مبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق خپل حلقه اېن اے 129 كښې د شېخ سردار محمد ګرلز ھائی سکول پولنګ اسټېشن كښې خپل ووټ كاسټ كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ټولټاكنو كښې د تحریک انصاف، مسلم لیګ ن او پیپلز ??ون?? په شمول ټول 122 سیاسی او مذھبی ??ون??ونه برخه اخلي۔ په صوبائي سرښار لاهور كښې 3787 پولنګ اسټېشنز كښې به 53 لکهھ 98 زره 6 سو 22 ووټران خپل د ووټ حق كاروي۔ امن او امان په ځائې ساتلو له د امنيتي ا??ارو سره سره پوليس او د پاك ??وځ افسران او ځوانان د پولنګ سټېشن دننه او بهر په ځائې كړې شوي دي۔ د پولنګ عمل به سهار 8 بجو څخه تر ماښام 6 بجو دوام لري۔