اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د قامي پرمختګ بنياد قوي كولو لپاره تربيه شوي افرادي قوت ته اړتيا ده٬د بشري پرمختګ قامي كمېشن د افرادي قوت تربيې په لړ ??ښې د قدر وړ خذمات ترسره كړي۔دې لپاره ضروري ده چې په دې حقله پھ مستقلو بنيادونو كار روان وساتلې شي۔ده دا خبره د جمعې ??ه ورځ د بشري پرمختګ قامي كمېشن كلن راپور وړاندې كولو په موقع وكړه۔اولس مشر ته دا راپور د تعليم او پیشه وره تربيې لنډ مهاله وفاقي وزير محمد يوسف ??ېخ او د كمېشن چيئرپرسن رزينه عالم وړاندې كړو۔په دې موقع د تعليم وفاقي سېكتر ارشد مرزا او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل تربيت يافته افرادي قوت د قامي پرمختګ بنياد دے۔په دې لړ ??ښې قامي كمېشن د قدر وړ خذمات ترسره كوي۔ده ووئيل د قامي پرمختګ لپاره زمونږ اهداف زيات دي خو د وسائلو كمې په لاره ??ښې يو لويې خنډ دے۔ده ووئيل دا خبره د اطمينان وړ ده چې د تېرو څو كلونو په مهال دې څانګو ته پام لرنه شوې د كومې چې ښې نتي??ې راوتي۔ده هيله څرګنده كړه چې سباؤن ??ښې به هم پھ دې لړ ??ښې كار روان وساتلې شي۔ده ووئيل زرينه عالم خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي كومې چې د دې څانګې د نورو ذمه وارو لپاره د لارې مشال حېثيت لري۔ده ووئيل كلي والو سيمو ??ښې د ګهوسټ سكول رجحان د تشويش وړ دے د كومې خاتمې له چې د يو كوټلې تګلارې سره كار كولو ته اړتيا ده۔ده د تعليم وزير ته سپارښتنه وكړه چې په دې لړ ??ښې يوه داسې پالېسي جوړه كړئ چې په رڼا ??ښې د ابتدائي تعليم معيار ښه شي