اسلام آباد 04 جول??ئي (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي قزاخستان د آسيا ذرخيز او قابل قدر هېواد دے كوم سره چې د ټولو هېوادونو پشمول پاكستان هم په زره پورې اړيكې لري۔اولس مشر دا خبره د قزاخسان لپاره د پاكستان نومولې شوي سفير ډاكټر امتياز احمد قاض?? سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ??يو??ن صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر ووئيل قزاخستان د پاكستان ډېر نزدې دوست دے كوم سره چې د تجارت پشمول نورو څانګو كښې د مرستې پراخا امكانات موجود دي۔ده نومولې شوي سفير ته هدايت وكړو چې د دواړو هېوادونو هېوادونو ترمينځه تجارت كښې زياتوالي او شريكې تجارتې پروژې پیل كولو ته پام لرنه وكړي۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه فارماسيوټيكل په لړ كښې د مرستې پراخا امكانات موجود دي