اسلام آباد ۔ 2جون (اے پی پی) د بشري پرمختګ قامي كمېشن چيئرپرسن پخوانۍ سناتورې رزينه عالم خان وئيلي دي د نالوستۍ ختمولو له د پخواني دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمن مرسته د كومې اثاثې څخه كمه نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ د پخواني دوهم وزير انجينئر بليغ الرحمن په درناوي كښې د مخه ښې دستورې ته خطاب كښ?? وكړه۔ دې ووئيل انجینئر بلیغ الرحمان نه يوازې ټولنې څخه د نالوستۍ ختمولو كښې د كمېشن مرسته وكړه بلكې د كمېشن ډاډګيرنه ئې هم وكړه۔ رزینه عالم ووئيل د بشري پرمختګ قامي كمېشن نالوستۍ ختمولو له د يادونې وړ پروګرامونه پېل كړي كومو كښې چې بالغانو لپاره په لرې پرتو سيمو كښې د لوستې مركزونه جوړول ٬ په زندان??نو كښې بنديوانو له د تع??يم انتظام ٬ مدرسو كښې مذهبي تع??يم سره سره د پرائمري تع??يم اهتمام ٬ د نېشنل ټرېننګ انسټیټیوټ جوړول او وفاقي پلازمينه كښې غېر رسمي تع??يم لپاره د سکول??نو پائلټ پروګرامونه شامل دي۔ پخواني دوهم وزير په خپل درناوي كښې د دستورې په كولو د كمېشن مننه وكړه۔ خپل خطاب كښې ده ووئيل غېر رسمي تع??يم او د ملټی ګرېډ ټیچنګ تګلاره د 57 ملین نالوستې كسانو لوستې جوړولو يوازنې حل وو د كومې د لارې چې د 22.6 ملین كوچنيانو سكول??نو كښې داخله ممكن كړې شوه۔ ده د اېن سی اېچ ډی چیئرپرسن رزینه عالم ذاتي هڅې په خاص توګه وستائلې۔ په دې مهال پخواني وزير ته د اېن سی اېچ ډی سټاف او انتظ??می?? لخوا يو يادګاري شيلډ وړاندې كړې شو۔ د مخه ښې دستوره كښې د تع??يم ٬ خزانې ٬ پلاننګ او اطلاعاتو وزارت مشرانو چارواكو ٬ د تع??يم پوهانو او غېر روايتي تع??يم سره اړوند شخصياتو ګډون وكړو۔