اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به په راتلونكو ټولټاكنو كښې د وړاندې نه زياتې چوكې ترلاسه كولو سره كاميابي ترلاسه كوي٬ د جمهوريت نه بغېر هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ بايد هره يو اداره په خپلو آئيني حدودو كښې ??اتې كېدو سره كار وكړي٬ اوسني حكومت د برېښنا او ګاز بحران ختمولو سره د انفراسټركچر لوئې پروژې ترسره كړې دي٬ امن او امان ئې بحال كړے٬ زمونږ مقابله هغو خلقو سره ده كوم چې په خپل دور كښې اولس ته ښودلو لپاره كومه پروژه نه لري خو زمونږ په پروژو تورونه لګوي او تنقيد كوي٬ د مشرف او زرداري په دوره كښې ??ومه لويه پروژه نه ده ترسره شوې٬ِ نواز شريف په خپل عمل سره ثابته كړې چې ﴿ن﴾ ليګ په هېواد كښې د شرافت٬ عزت او وقار سياست كوي٬ څ??ك چې په خپله څه نه شي كولې٬ هغه يوازې تورونه لګوي۔ ده دا خبرې په ناروال كښې د 16 اربه روپو په لګښت سره نارووال د سيالكوټ لاهور موټروے سره د تړونكې څلور لين لوئې لارې د پروژې بنياد تيګې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې ??كړې۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير احسن اقبال هم وېنا وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزيره مريم اورنګزېب٬ خواجه آصف او نور هم په دې موقع موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل چې د هېواد د خدمت او عزت سياست ?? مسلم ليګ ﴿ن﴾ منشور دے۔ هم دا هغه طريقه ده په كومه چې محمد نواز شريف عمل كړے۔ ن ليګ په هېواد كښې د عزت او وقار سياست كوي۔ هغه د كنځلو٬ لعنت وئيلو سياست نه كوي۔ د شرافت او خدمت سياست كوي۔ ده ووئيل چې د 16 اربه روپو په لګښت سره د دې پروژې ګټه به د سيمې اولس ته ورسي۔ د نواز شريف يو بل لوظ مونږ پوره كړو۔ وزيراعظم ووئيل چې په كال 2013م كښې چې كله مونږ اقتدار سنبال كړو نو نواز شريف پرېكړه كړې وه چې هغه به د پروژو د بنياد تيګه نه ږدي بلكې د دې به پرانستې كوي۔ 8 مياشتې وشوې چې چوكې مې سنبال كړې او هره اونې د سلګونو اربونو روپو د پرورژو پرانسته كېږي۔ دا پروژې په اوسني دور كښې ??ېل شوې وې او ترسره كړې شوې۔ د دې نه علاوه د لسيزو څخه ځنډېدلې پروژې هم مونږ ترسره كړې۔ څومره پروژې چې اوسني حكومت پوره كړې٬ د تېرو 65 كلونو په مهال ئې مثال نه ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل چې د مشرف په 10 كلن او د زرداري په 5 كلن دور كښې ??وه پروژه هم نه ده ترسره شوې۔ په هغه دور كښې ??م وسائيل وو۔ ده ووئيل چې د سيالكوټ لاهور موټروے وړاندې هم جوړېدې شوه خو ولې جوړه نه كړې شوه۔ وزيراعظم ووئيل چې زمونږ مقابله هغو خلقو سره ده كوم چې په خپل دور كښې اولس ته ښودلو لپاره كومه پروژه نه لري خو زمونږ په پروژو تورونه لګوي او تنقيد كوي۔ ده ووئيل چې منتخب حكومت به تر وروستې دقيقه خپله موده ترسره كوي٬ِ څوك دې دا نه وائي چې د پروژوه اعلان پري پول رګنګ دے٬ دا د پاكستان د اولس د ګټې په ضد خبره ده۔ ده ووئيل چې د مئي د 31مې نېټې د شپې تر 12 بجو پورې به كار كوو۔ د ټاكنو كميسون ته مې مشوره ده چې هغه دې په 60 ورځو كښې ??ولټاكنې وكړي او په دې كښې دې كوم خنډ راتلو ته نه پرېږدي۔ د ډېرو خلقو خواهش دے چې ټولټاكنې ونه شي۔ د جولائي د 30مې نېټې نه وړاندې ټولټانكې كول آئيني ضرورت دے۔ وزيراعظم ووئيل چې اولس ته په راتلونكو څو مياشتو كښې ??ويه پرېكړه كول دي۔ وزيراعظم ووئيل چې بايد د مسلم ليګ ﴿ن﴾ ووټران شرمنده او پرېشانه نه شي