اسلام آباد 11 ??پر??ل (اے پي پي) د خارجه وزارت لخوا قامي ا??مبلۍ ته وئيلې شوي د?? چې په ګوانتاناموبې زندان كښې پنځه پاكستاني وګړي بندي د??٬ خوشې كولو لپاره ئې ګامونه پورته كولې شي۔ د شورو په ورځ قامي ا??مبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شازيه ثوبيه د پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل ګوانتاناموبې زندان كښې پنځه پاكستاني وګړي بندي د?? چې پكښې د نائن اليون پحقله په مقدمه كښې شريك يو تورن دے او بل د سازش او قتل د جرم اعتراف كړے او په نورو تر اوسه د جرم تور نشته۔ زمونږ مشن ګوانتاناموبې زندان لپاره د امريكې د خارجه څانګې خاص استازي سره په تماس كښې دے او په دې لړ كښې ئې د خپلو وګړو د حالت پحقله په باقاعده توګه معلومات ترلاسه كړي د?? مونږ ته تر قونصلر رسنه هم ترلاسه ده۔ ده ووئيل دا د پاكستان ھغه وګړي د?? كوم چې د نائن اليون نه پس پخواني اولس مشر پرويز مشرف د پېښو نه پس امريكې له وركړې ٶ او د كوم اعتراف چې ھغه خپل كتاب كښې هم كړے۔