راولپنډی 15 مارچ (اے پی پی) د دف??ع وفا??ي وزير انجینئر خرم دستګیر ??ان سره د کرغزستان آرمډ فورسز چیف آف دی جنرل سټاف مېجر جنرل رائی مبیدی دوئی شن بائی یف دف??ع وزارت كښې ملاقات وكړو۔ وفاقی وزیر ګرانو مېلمنو ته هركلې وئيلو سره ووئيل پاکستان کرغزستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او ورسره خپله ملګرتيا لا مضبوطول غواړي۔ دواړو اړخونو په دې اتفاق وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ دف??ع او نورو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو زياتولو امكانات موندلې شي۔ وفاقی وزیر ?? دوه اړخيزه تربيې په اړه د مفاهمت د دوه اړخيزه يادښت په اوسني توثيق د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كرغستان سره دوه اړخيزه اړيكې او مرسته زياتول غواړي او دې سره سره د سيمه ايزو او نړيوالو تنظيمونو په دائره كار كښې پاتې كېدو سره دوه اړخيزه مرسته هم غواړي۔ وفا??ي وزير په ډاګه كړه چې سيمه ايز استحكام ٬ سلامتيا او امن زمونږ شريك هدفونه دي۔ دکرغزستان ګران مېلمه پاکستان سره د مضبوطې دف??عی همكارۍ په اهميت رڼا واچوله۔ ده د ټیکنیکل او فوځی مرستې په اړه د مفاهمت د يادښت آئیډیا هم ملاتړ وكړو۔ ده وفا??ي وزير ته په مناسب وخت د كرغزستان دورې بلنه وركړه۔ وفاقی وزیر مېجر جنرل دوئی شن بائی یف د پاکستانی دف??عی صنعتو?? صلاحیتونو استعداد په اړه خبرولو سره ووئيل پاکستان د کرغزستان دف??عی ضرورت ترسره كولې شي۔ وفا??ي وزير آئیډیاز 2018 كښې ګډون كولو له کرغز پلاوي پاكستان ته د رالېږلو بلنه هم وركړه