اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي)وفاقي پايه تخت اسلام آباد پشاور موړ سستا بازار كښې د اور لګېدو له امله ګڼ شمېر سټالونه سوزېدلي۔ اور د څپلو په دوكان كښې ولګېدو او ب??ا ټول بازار كښې خپور شو٬ په اور قابو موندلو له 20 ګاډي وكارولې شوو۔ د پوليس اعلٰی افسران او ?? اسلام آباد ميئر او ??ي ډي اے چيئرمېن شېخ انصر عزيز هم د پېښې ځاې ته راورسېد او ?? مرستې هلو ځلو جاج ئې واخست۔ د شورو په ورځ د سي ډي اے په پشاور موړ سستا بازار كښ?? ناڅاپي اور ولګېدو٬او ??دې شدت دومره تيز وو چې بازار كښې په ګڼ شمېر سټالونه كښې خپور شو۔ په دې موقع د مرستې هلو ځلو لپاره بېلا بېل فا??نډېشنز٬اېن جي اوز ګاډي او ??يمبولينسز ګاډي د پېښې ځاې ته راورسېدل۔ پوليس د بازار څلورو واړه اړخونه سيل كړل دغسې چې ځائي زيان ونشي۔ د اور لګېدو له امله د بې وسه دوكاندارانو د كروړونو روپو زيان شوې۔ په دې موقع اے پي پي سره خبرو كښې د پشاور موړ سستا بازار هېنډي كرافټ سټال مالك طارق محمود ووئيل چې په بازار كښې زمونږ 20 نه تر 22 دوكانونه وو چې تقريبا ً ماليت يې د 80 نه تر 90 لكه وو٬د اور لګېدو له امله ټول سټالز سوځېدو سره ايره شوي۔ده اړوند چارواكو څخه غوښتنه وكړه چې په بازار كښې د اور لګېدو پېښې بايد پلټنې وكړې شي